د غزني په برید کې تر ۷۰ زیات کورني او بهرني طالبان وژل شوي

 راپور: حبیب الرحمن تاثیر

 August 2, 2016

 

امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د روزنې پر یو مرکز د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې د یو پاکستاني جنرال او پوځي افسر په ګډون وسله والو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دغه مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وايي: په هیواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو سهار وختي د وسله والو طالبانو د روزنې او کمانډویانو ستر مرکز په نښه کړ چې د یوه پاکستاني جنرال کامران، د هغه د مرستیال او پاکستاني پوځي افسر شوکت علي په ګډون (۵۰) تنه په کې وژل شوي او ډیری نور یې ټپیان دي، چې دغه پاکستاني جنرال په یاد روزنیز مرکز کې د دولت وسله والو مخالفینو ته پوځي زدکړې ورکولې.

 

هغه وویل: «د ګیلان ولسوالۍ په نوي کارېز سیمه کې د پیراغا تر مشرۍ لاندې د دوی د ټرېنینګ مرکز او د کمانډو یا خاصې قطعې مرکز هم وو چې په دې مرکز کې روزل شوو کسانو به تر کابله پورې تروریستي بریدونه کول په نښه شوی، چې د وژل شوو کسانو ترڅنګ (۳۵) عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه تللي دي، خو ملکي وګړوته کوم زیان نه دی اوښتی».

 

که د غزني امنیه قومندان د دغه وژل شوو کسانو شمیره پنځوس تنه ښيي، خو د ګیلان ولسوالۍ امینه قومندان انجنیر لطف الله کامران بیا دغه شمیره زیاته یادوي او وايي: «د یو پاکستاني جنرال چې د دغه ټرېنینګ مرکز مسوول وو او ډیری پاکستانیانو په ګډون (۶۰) تنه وژل شوي دي».

 

‎کامران په خپله فیس پاڼه لیکلي: «په ګیلان ولسوالۍ کې په ننني بمبار کې (۶۰) تنه وسله وال وژل شوي او (۹) تنه نور ټپیان دي، په وژل شوو کسانو کې ۲ تنه د ګیلان، ۱۵ تنه د اب بند او ۱۰ تنه د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پاته نور ټول کسان پاکستانیان دي.

 

که څه هم چې دا په دا وروستیو کې په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې تر ټولو لوی برید بلل کېږي چې د بهرنیانو په ګډون په دومره زیات شمیر کسان په کې وژل کیږي، خو په هیواد کې مېشتو بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

 

په دغه ورځ چې په غزني کې د امریکایي الوتکو برید ترسره کیږي نو په هلمند کې هم د دې ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحیم او قوماندان (مستقیم) په نوم د طالبانو یو بل مشر د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید ژوند له لاسه ورکوي، ورسره د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هم په دغه ورځ ۳۷ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوړې.

 

په غزني، ننګرهار او هلمند کې د هوایي ډرون بریدونو د کېدو په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په امر د لومړي ځل له پاره د لېبیا په بندري ښار (سرت) کې چې د لېبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوکړې ځای هم دی د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي.

 

که په لېبیا کې په لومړي ځل دغه هوايي برید ترسره کېږي، خو په نړۍ واله کچه امریکايي بې پیلوټه الوتکو په ډیری هیوادونو کې دا ډول بریدونه کړي چې تر ټولو زیات یې په پاکستان ورپسې په افغانستان بیا په یمن او له هغه وروسته په سومالیه کې شوي دي.

 

په پاکستان کې له دوه زره څلورم (۲۰۰۴م) کال څخه نیولې تر دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶م) کال پورې څلورسوه درویشت (۴۲۳) ډرون بریدونه شوي دي چې اخیري برید یې د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد اختر منصور وواژه او تر ټولو زیات بریدونه په دوه زره لسم (۲۰۱۰م) کال کې شوي دي چې شمير يې یوسل دوه ویشت (۱۲۲) وو.

 

په دغه بریدونو کې تر یوه درزن زیات کورني او دومره بهرني وسل وال قومندانان وژل شوي دي، خو د عامو وسله والو او ملکي وګړو شمېر یې زرګونو تنو ته رسیږي او ټولې لس سیمې په کې په نخښه شوې دي.

 

په افغانستان کې هم درې سوه (۳۰۰) بریدونه شوي دي چې په دا وروستیو کې یې ډېری وخت داعش وسله وال په کې په نخښه کېږي، خو وسله وال طالبان یې هم زیات وژلي دي او په یمن کې د دغه بریدونو شمېر یوسل شل (۱۲۰) دي، خو په سومالیه کې بیا دا شمېره تر ټولو ټیټه ده او یواځې نهه ویشت (۲۹) بریدونه شوي دي.

 

که د دغه بریدونه شمېر په دوه زره لسم کال کې تر ټولو زیات وو، خو دا بریدونه د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې څو چند زیات شوي وو چې درې سوه (۳۰۰) فیصده زیاتوالی په کې راغلی وو.

 

 



نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:





نوشته شده در سه شنبه 5 بهمن 1395برچسب:,ساعت 10:18 توسط حبیب الرحمن تاثیر | |

کپی برداری بدون ذکر منبع غیر مجاز می باشد
www.sharghi.net & www.kafkon.com & www.naztarin.com